Submitted by ناپیژنده (not verified) on دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۲ - ۱۱:۴۵

د افغانستان د ځمکوالۍ سیستم د مدیریت پروژه

د پروژې تشریح
د افغانستان د ځمکوالۍ سیستم د مدیریت پروژه (ALASP) د یوې برنامې په چوکاټ کې ډیزاین شوې چې په هیواد کې د ځمکې مدیریت ته ورپېښې ننګونې په نښه کړي. دا ننګونې به د وخت په تېرېدو سره روښانه او پراخ قانوني چوکاټ، اداراتي او تخنیکي ظرفیت، مسلکي پوهه، ټکنالوژي او سیسټمونه او همدارنګه د املاکو او ملکیت ثبت کولو ساحه کې کافي معلومات رامنځته کړي.
سربېره پردې د راجسټریشن څخه لیږد او د ځمکې بیاکتنې او ارزونې لپاره به د ملي ظرفیت وده هم دوام وکړي. تر دې وروسته د ځمکې معلوماتي سیسټم (LIS) به په هیواد کې د نورو معلوماتي سیسټمونو سره په بشپړ ډول مطابقت ولري چې په پایله کې به یې د ځایی معلوماتو انفراسټرکچر (NSDI) رامنځته شي.

د پروژې د پراختیا هدف
د دې پروژې هدف په افغانستان کې د ځمکوالۍ سیستم له پراختیا څخه ملاتړ او د اتو ولايتونو کابل، هرات، بلخ، کندهار، ننګرهار، باميان او دايکنډي کې د ملکيت سندونو د وېشلو په ګډون؛ د ځمکو د راجسټرېشن په تړاو د خدماتو ښه کول دي. په لنډ مهال او اوږد مهال کې هڅه کیږي چې د ځمکوالۍ مدرن سیستم د قانون له‌مخې د ځمکې مالکینو حقونه تنظیم او پلي شي.

 د پروژې ساحه

  • د کدستري سروې او ځمکو ثبت لهمخې د ALASP پروژه به په کابل او هرات تمرکز وکړي چې د کابل ۲۲ ولسوالۍ د ۴ ميلیونو اوسېدونکو او د هرات 12 ولسواليو د ۱ ميلیون نفوس سره تر پوښښ لاندې نیسي.
  • په غیر رسمي ښاري سیمو کې د ملکیت سندونو ویش (OC) چې سروې او ارزونه يې د يو اين هبیتات لخوا ترسره شوې، په کابل، هرات، جلال‌اباد، کندهار، مزار شريف، نيلي، فراه او باميان ښارونو به تمرکز وکړي.

د پروژې برخې
لومړۍ برخه - د ځمکې پالیسي او بنسټیزه وده:  د دې برخې هدف د موجودو يو شمېر ستونزو له‌منځه وړل او د ځمکې مدیریت لپاره پاليسۍ، حقوقي او اداري چوکاټ ته وده ورکول دي. پداسې حال کې چې په ورته وخت کې د تخنیکي، اداري او مواصلاتي ظرفیتونو رامنځته کول يې هم يو له اهدافو څه دی.
دويمه برخه : د ټیکنالوژيکي وړتیا لوړول، د ځمکوالۍ معلومات او د ځمکې مدیريتي سیسټم: په افغانستان کې د ځمکې مدیریت مدرن سیسټم لپاره د ځمکې معلوماتو زیربنا رامنځته کول، په ځانګړي توګه ټکنالوژۍ ته په کتو، د ځمکې تصرف په اړه اطلاعات او د ډیتا مدیریت دی.
دریمه برخه - د پروژې مدیریت، څارنه او ارزونه: د دې برخې هدف د پروژې پلي کول او د څارنې ، نظارت او ارزونې لپاره د کافي ظرفیت تامینول دي. تر څنګ يې د چاپېریال او ټولنیزې ارزونې د پالیسۍ اړتیاو سره مطابقت او د پروژې مناسب خطر څارنه هم ده.

د پروژې ګټه اخېستونکي

  • د رسمي ښاري سیمو مالکین او د غیر رسمي ښاري سیمو مالکین به د ملکیت د حقونو له امنیت څخه ښه ګټه پورته کړي.
  • د پروژې پلي کولو له لارې چې کوم کډستري معلومات ترلاسه کيږي، ښاروالۍ يې په وسيله کولای شي چې په خپلو عوايدو کې ښه‌والی راولي، د پېر پلور کچه لوړه کړي، د پېر پلور پر مهال د خلکو لګښت او د شخړو کچه راټيټه کړي.
  • د پروژو د تطبيق له لارې د ظرفیتونو له لوړولو سره به د ښار جوړولو او ځمکو وزارت (MUDL) او نورې اړوندې ادارې د روښانه، د وړاندوينې وړ پاليسۍ چوکاټ، د پرمختللي ميتودولوژۍ او د ځمکو د مديريت له کړنو څخه په استفادې د هیواد ټولو خلکو (ښاري او غیر ښاري سیمو اوسېدونکو) ته ګټه ورسوي.
  • د جیوډيټيکي او نقشه ایښودنې زیربناوو کې پانګه اچونه چې کدستري نقشې رامنځته کوي، د جغرافياوي معلوماتو کارکوونکو، علمي نهادونو او د نورو مسولو څانګو کارکوونکو سره د ناورین پر وړاندې د غبرګون ښودلو او پلان په جوړولو کې مرسته کوي.