کرنې سکټور

sakina_admin
زراعت

Due

-

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په وروستیو دوو کلونو کې ۱۶۶۳ جریبه دولتي ځمکه په هېواد کې د کرنې په موخه زراعت وزارت ته انتقال کړې ده.

په دې اندازه ځمکه کې ۵۰۰ جريبه ځمکه په تخار ولايت کې د څېړنيز فارم په موخه، په بلخ کې ۵۰۰ جريبه ځمکه د څېړنيز للمي فارم د جوړولو په موخه، په کابل کې ۳۰۹ جريبه ځمکه د دارالامان پيله وري فارم په بدل کې، په فراه ولایت کې ۳۵۰ جريبه ځمکه د څېړنیز فارم د جوړولو په موخه، په دایکندي ولایت کې ۴ جريبه ځمکه د غلې دانې ستراتیژیک ګدام د جوړولو په موخه او په دايکنډي ولايت کې ۱۱ جريبه ځمکه د ترویج امریت ودانۍ د جوړولو په موخه ځانګړې شوې ده.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت همداراز د زراعت په سکټور کې د څلورو پروژو (د تخار ولایت فرخار ولسوالۍ کې د ترویج امریت تعمیر او د اوبو لګولو بند جوړول، په کاپیسا ولایت کې د حیواني صحي کلینیک جوړول او په کابل کې د زراعت، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت اداري ودانۍ جوړول) چارې پيل کړي دي.