معارف سکټور

sakina_admin
Education

Due

-

د جلالتماب جمهور رئیس له لارښوونې سره سم، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې په ۱۷ ولایتونو کې د تطبیق کوونکو ادارو له خوا د ۲۷۰۰ ښونځیو د جوړولو کار پیل شوی دی او د یادو پروژ په تطبیق کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ونډه د مناسبې ځمکې تشخیص او انتخاب، د مالکیت حق تثبیت او د ځمکې انتقال او تبادله ده.

د پورته ذکر شويو ارقامو ترڅنګ، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت اوس مهال د پېش ساخت قطعاتو د توليد فابريکې له لارې د ۱۰۰ ښونځیو د جوړولو چارې پیل کړې دي چې ۷۰ سلنه ودانیزې چارې یې پرمخ تللي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. همداراز پوهنې وزارت ته د ښونځیو جوړولو په موخه ۹۹۰ جریبه دولتي ځمکه انتقال شوې ده.

همداراز؛ د ښوونکو ۱۱۳ ښارګوټو د توپوګرافي سروې، د ښوونکو ۱۰۵ ښارګوټو تفصیلي پلان ویزه او په ۵۱۷۱۶ جریبه ځمکه کې د ښوونکو د مېشتېدو لپاره د ۹۴۰۹۸ استوګنیزو نمرو ډیزاین بشپړ شوی دی او په ۲۸ ولایتونو کې د ښوونکو لپاره ۷۴ زره استوګنیزې نمرې ویشل شوې دي. د دې ترڅنګ، ټاکل شوې ده د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار، د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ، د کابل ولایت په خاک جبار ولسوالۍ او د دایکندي په کجران ولسوالۍ کې به د ښوونکو څلور ښارګوټي ډېر ژر پرانېستل شي.