مالي او اداري معینیت

مالي او اداري معينيت د شپږو رياستونو او يو امريت په درلودلو سره د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په تشکيلاتي چوکاټ کې فعاليت کوي. د دې معينيت تر چتر لاندې شته رياستونه لاندې مسووليتونه لري:

مالي او حسابي رياست: مالي او حسابي رياست د ښار جوړلو او ځمکو په وزارت کې د يو ملاتړي رياست په توګه فعاليت کوي.  د مالي چارو مديريت، څارنه او مخ‌ته وړل، د وزارت عادي او پراختيايي بوديجې ترتيبول، پر پولي سرچينو د ولاړې کلنۍ بوديجې مديريت کول او د دې وزارت پر مرکزي او ولايتي واحدونو يې تطبيقول مهم مسووليتونه دي.  د ماليي وزارت له‌خوا د منظورې شوې بوديجې تخصيصاتو په اړه ډاډ، د معاشونو له حوالې څارنه، د خزانې او لګښتونو اړوند چارو تنظيمول او د اسعاري حوالو اجرا د دې ریاست له نورو دندو څخه دي.

د عوايدو ریاست: ښار جوړولو او ځمکو وزارت يو له عايداتي وزارتونو څخه دی او د عوايدو رياست بیا د اقتصادي ځان‌بسياينې په موخه د ملي عوايدو د لوړولو اړوند چارې تنظيموي .

اداري رياست: د ښار جوړولو او ځمکو وزارت عمومي پاليسۍ ته په پام سره د پاليسيو او کړنلارو جوړول، د مرکزي او ولايتي دفترونو وسايل، کمپيوټر او له نور تجهيزاتو څخه د سمې استفادې او پر هغوی څارنه، په سيستماتيکه توګه د کاري اجراتو په موخه د وړانديزونو او خدماتو اولويت‌بندي، د پاليسو، کړنلارو، سټنډرډونو او اداري پروتوکولونو له تطبيق څخه څارنه او کنټرول د دې رياست مهم مسووليتونه دي.  همدارنګه د کلني پلان پر اساس د بوديجوي اړتياو وړانديز او تشخيص، د ترانسپورټ پر سيسټم کنټرول او څارنه او په نورو خدماتي برخو کې هم فعاليت کوي.

د تدارکاتو او تهيه رياست: دا رياست د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مالي او اداري معينيت تر چتر لاندې خپلې چارې پرمخ وړي. په وزارت کې د اړتيا وړ اقلامو برابرول، د کاري دفترونو رغول او بيارغول، قرارداد ته د پروژو سپارل، د تدارکاتي پلان ترتيبول او له مرکزي او ولايتي ملاتړو ډلو سره همغږي رامنځته کول د دې رياست مسوولیتونه دي.

د بشري سرچينو رياست: پلان‌جوړونه، د بشري سرچينو د مديريت ستراتيژۍ د اغېزناک تطبيق په موخه د همغږۍ رامنځته کول، مامورينو سره د اړيکو ساتل، مقررات او د اړوندو تقنيني اسنادو په اړه ټولې چارې دې رياست پورې تړلي دي.  د ښار جوړولو او ځمکو وزارت اهدافو ته په پام سره بشري سرچينو رياست پورې تړليو پروګرامونو او پلانونو طرحه او ترتيبول د بشري سرچينو رياست په دندو کې راځي.

د معلوماتي او ارتباطي ټکنالوژۍ رياست: د معلوماتي او ارتباطي ټکنالوژۍ رياست د معلوماتي ټکنالوژۍ، د اړيکو او اداري سيسټم جوړونې په برخه کې فعاليت کوي.  په ورته وخت کې دا رياست د چارو د ښه‌والي لپاره د ټکنالوژۍ له اسانتياو استفادې ته زمينه برابروي او په ورځنيو چارو کې د شفافيت تر څنګ چټکتيا هم رامنځته کوي.  

د جندر امريت: د جندر امريت د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له ژمنو سره سم د ښځينه او نارينه‌و د برابرۍ او مساواتو رامنځته کولو او ملاتړ تر څنګ د هغوی غښتلي کولو په برخه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مالي او اداري معينيت تر چتر لاندې فعاليت کوي.  دا امريت له نافذه قوانينو څخه د کارمندانو د خبرونې او د نارينه او ښځينه لپاره له تاوتریخوالي پاک چاپېريال رامنځته کولو، د جنسيتي تعصباتو له‌منځه وړلو او په دې وزارت کې د مېرمنو حضور غښتلي کولو لپاره کار کوي.