صنعت سکټور

sakina_admin
Industry

Due

-

په هېواد کې د صنعت د ودې په موخه له خصوصي سکټوره ملاتړ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي. د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په دې برخه کې تر اوسه ۱۱۰۷۲ زره جریبه دولتي ځمکه د سوداګرۍ او صنعت وزارت ته انتقال کړې ده.

په دې اندازه ځمکه کې ۱۰۰۰ جريبه په فارياب کې، ۲۰۰۰ جريبه په کندز، ۱۰۰۰جريبه په هرات، ۱۰۰۰ جريبه ځمکه په غزني کې، ۱۰۰۰ جريبه په پکتيا، ۱۰۰۰ جريبه ځمکه په ننګرهار، ۸۹۴ جريبه ځمکه په هرات، ۵۰۰ جريبه ځمکه په لوګر، ۴۰۰ جريبه ځمکه په خوست، ۲۰۰ جريبه ځمکه په ميدان وردګ، ۷۵ جريبه ځمکه د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه په کندهار کې او ۳ جريبه ځمکه په بغلان ولايت کې د ګازو د تاسيساتو لپاره ځانګړې شوې ده.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت همداراز څلور استوګنیز او صنعتي ښارګوټي د بلخ ولایت په دوراهي حیرتان، د کندز ولایت عسقلان دښته، د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ او د کابل ولایت په شکر درې ولسوالۍ کې جوړ کړي او همداراز د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ، د جوزجان په اقچه ولسوالۍ، د ننګرهار ولایت په شیخ مصري سيمه کې، د کابل ولایت په بت خاک ولسوالۍ او د بامیان په نوي ښار او همداراز په لوګر او هرات ولایتونو کې د صنعتي او استوګنیزو ښارګوټو کار جریان لري.