ساختماني چارو تنظیم

mudl_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۹ - ۱۰:۵۳
وظایف وزارت شهرسازی

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د تېرو دریو کلونو پر مهال ۷۹۷ ساختماني پروژې پيل کړې دي. دا پروژې د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې په ښوونيزو او پوهنيزو، صنعتي، کرنيزو، روغتيايي، ورزشي، ديني او مذهبي، اداري او ټولنيزو سکتورونو کې د پلي کېدو په حال کې دي.

له دې ډلې څخه ۷۲ پروژې بشپړې او ګټې اخېستنې ته سپارل شوي، ۲۶۰ پروژې د پلي کېدو په حال کې دي، ۱۸۳ پروژې د تدارکاتو په مرحله کې دي، ۱۲۹ پروژې تر ډيزاين لاندې او ۶۵ نورې پروژې د سروې په حال کې دي.