زېربنا سکټور

sakina_admin
زیربنا

Due

-

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ځمکو له تصفیه کولو، د مالکیت حق تثبیتولو، ارزښت ټاکلو، د ځمکې او ملکیتونو نرخ ټاکلو او د جایدادونو د استملاک په وسيله د زیربنا په سکټور کې د ۱۹ مهمو او کلیدي پروژو د تطبیق لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

په دې پروژو کې د دولتي او شخصي ځمکو توپير ته په پام سره د حیرتان بندر د ټولو سیمو د مالکیت حق تثبیت او تصفیه، په هلمند کې د ۳۱ کیلومتر په اوږدوالي سره د چاه انجیر – ګرشک سړک، د ۲۴ کیلومترو په اوږد والي د پنجشېر ولایت د ابشار سړک، د ۹ کیلومترو په اوږد والي د پنحشېر ولایت د حصارک ولسوالۍ سړک، د ۲۶ کیلومترو په اوږد والي د کابل – پروان دویم سړک، د ۲۴ کیلومترو په اوږد والي د کابل – لوګر دویم سړک دویم فاز، په روان لمریز کال کې د ۱۰ کیلومترو په اوږد والي د چغچران – ګردن دیوار سړک، د ۹۶ کیلومترو په اوږد والي د تالقان – چاه اب سړک، د عبدالعلي کلا تر سنګ نوشته پورې د ۲۰ کیلومترو په اوږد والي د کابل حلقوي سړک لومړی فاز او د تخاز ولایت په مرکز تالقانو کې د ۱۷۵ زره جریبه ځمکه کې استوګنیز ښارګوټی شامل دي.