روغتیا سکټور

sakina_admin
صحت

Due

-

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د ۷۲ پروژو چارې چې د کلینیکونو له جوړولو، صحي مرکزونو او لویو او کوچنیو روغتونونو او د درملو او طبي محصولاتو د کیفیت کنټرول مرکز څخه عبارت دي، پیل کړې دي.

د دې ترڅنګ، عامې روغتیا وزارت ته د کندز ولایت په مرکز کې د ۵۰ بستریز روغتونو د جوړولو لپاره ۱۰۱ جریب ځمکه، د کنړ په اسعد اباد کې د ۲۰۰ بستریز روغتون، د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ بستریز روغتون، د بدخشان په فیض اباد ښار کې د ۲۰ بستریز روغتون، په دایکندي کې د یوه روغتون او د کاپیسا ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د صحي کلنیک لپاره انتقال شوې ده.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کنړ د ۲۰۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې، د کاپیسا د ۱۰۰ بستریز روغتون، د چاریکار ښار د ۲۰۰ بستریز روغتون، د لوګر د ۱۰۰ بستریز روغتون او په کابل کې د پولیسو د ۳۰۰ بستریز روغتون د بیا رغولو چارې پیل کړې دي چې ډېر ژر به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.