د مسکن چارو معينيت

د مسکن چارو معينيت د پنځو رياستونو په درلودلو سره د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په تشکيلاتي چوکاټ کې فعاليت کوي. د دې معينيت تر چتر لاندې شته رياستونه لاندې دندې او مسوولیتونه لري:

د مسکن پلان‌جوړونې او پاليسۍ رياست: دا رياست د مسکن د چارو لپاره طرحې، برنامې، پاليسي او پلانونه جوړوي، تر څو د مسکن په برخه کې د خلکو اړتياو ته ځواب وويلای شي.  

د مسکن د ډيزاين تخنيکي رياست: دا رياست دنده لري چې د مسکن لپاره د شته غوښتنو ته د ځواب ويلو موخه د بلاکونو او استوګنيزو اپارتمانونو په ګډون د مسکن په برخه کې ټولې تخنيکي چارې ترسره کړي.

د اقتصادي او ټولنيزو مطالعاتو رياست: د مسکن رغونې اقتصادي او ټولنيزه څېړنه ترسره کول، د مسکن په برخه کې د ښاريانو د اړتياو له‌منځه وړلو په موخه د پروګرامونو او پاليسو برابرول، مسکن ته د ټولنې د ټولو اقشارو لاسرسی، د پېرلو په موخه د اخېستونکو اړتياو او توان مطالعه د دې رياست له مهمو دندو څخه دي.

د اسکان رياست: د اسکان رياست دنده لري چې ټولو اړمنو او زيانمنو هېوادوالو ته د اوسېدو وړ استوګنځای جوړ کړي او د مسکن سکتور شته اړتيا ته ځواب ورکړي. همدارنګه د مسکن د وېش او پلورلو اړوند چارو تنظيم  هم د ياد رياست له دندو څخه دي.

د غير پلاني سيمو د به‌سازۍ رياست: دا رياست مسووليت لري چې په غير رسمي ښاري سيمو کې د ملکيت سندونو له وېش وروسته د به‌سازۍ پاليسۍ له مخې د به‌سازۍ پروګرام پلی کړي. د غير پلاني ښاري سيمو بيا ودانول، د ښاري ټول‌ګټو خدماتو وړاندې کول او اصلي ښاري ژوند ته رسېدل د دې رياست له مهمو دندو څخه دي.