د محمود کرزی بیوګرافي/ژوندلیک

محمود کرزی په 1957 میلادی کال کې د افغانستان د کندهار ولایت د کرز په سیمه کې زیږیدلی دی. عبدالاحد خان کرزی د هغه محترم پلار یوه پیژندل شوې ملي څیره وه او د افغانستان د ملی شورا غړی وه. له ډیر کوچنيوالي څخه ښاغلۍ کرزي له خپل پلار څخه انګیزه اخیستې وه او پلار یې د محمود کرزی لپاره د یوې لویې بیلګې په توګه پاتې شوی وه. نومړي د کابل په حبیبی عالي لیسه کې خپلې زده کړې پیل کړې. هغه په دې لیسه کې یو غوره زده کوونکی بلل کیده او د کانکور له سیالي ډکې ازموینې څخه یې په بریالیتوب سره د کابل طبي پوهنتون کې داخله ترلاسه کړه، چې د هغې وخت د کابل پوهنتون د طب پوهنځۍ وه.

کرزی د ډیرو نورو افغانانو په څیر د ظاهرشاه د حکومت وروسته نارامیو له کبله د هیواد پریښودلو ته اړ شو. هغه په امریکا کې اوسېده او هلته یې د امریکا مریلنډ ایالت مونټوګومري پوهنتون له کمپیوټر ساینس برخه کې خپلو زدکړو ته ادامه ورکړه. په هغه وخت کې د افغانستان دولت د کرزي کورنۍ ټوله شتمني ضبط کړه او دوی ته یې تاوان ورساوه نو هغه د تجارتي نوښتونو پرته بله چاره نه لرله. بیا وروسته یې د خپل مسلکي ژوند په موده کې په 2008 کال کې د مدیسن هیلز پوهنتون څخه د سوداګریز مدیریت په برخه کې د لیسانس سند لاس ته راوړ.

د طالبانو را پرزیدلو وروسته، کرزی په دې هیله افغانستان ته راستون شو چې د هیواد بیا جوړونه کې برخه واخلي. هغه خپل سوداګریز فعالیتونه د امریکا څخه افغانستان ته راوړل. افغانستان ته د بیرته ستنیدو ورسته د هغه پام شو چې د سوداګرۍ ټولنه په جدي ډول د نمایندګانو د کموالي سره مخ ده او د تنظیم لپاره یو بنسټ هم نه لري. د دې موضوع د حل لپاره کرزي د افغانستان سوداګرۍ او صنعت خونو (ACCI) جوړولو کې ارزښتناکه رول ولوبولو چې په 2003 کال کې رامنځته شو.

د دې سازمان جوړولو موخه دا وه چې د شخصي پانګوالو، نوښتګرو او نورو سواداګرو اندیښنې دولت او نورو اړوندو چارواکو ته ورسوي ترڅو په کار او کسب کې بهتروالی راشي. کرزي باور درلود چې د سوداګریزو خونو د غوره عملي کارونو لپاره باید دا خونې د غړیتوب، ټاکنو او د دولت مداخلې پرته په خپلواکه توګه یوه اداره واوسي. اوس مهال په افغانستان کې 65،000 تجاران د ACCI غړي لري، 255 سوداګریزې اتحادیې او څو نور انجمنونه او همکارۍ لري. ACCI د سوداګریزو ګټو طرفداره او په افغانستان کې د آزاد بازار، اقتصاد او د سوداګرۍ ملاتړه اداره ده.

کرزی هوډ لري چې د آزاد بازار میکانیزمونه، د سوداګریزو خنډونو لرې کول او د داسې ادارو جوړولو تهترویج ورکړي چې له مخې یې په افغانستان کې د آزاد بازار اقتصاد پلی شي. د دې باور پر بنسټ، کرزي په افغانستان کې د څو مهمو صنعتونو ژوندي کولو کې برخه لرله. یو یې کولای شو چې د نور سوداګرو په همکارۍ په افغانستان کې د ټویوټا لومړۍ رسمي نمایندګي جوړول یاد کړو. له هغې وروسته یې بله لویه پروژه پیل کړه چې په افغانستان کې د سمنټو صنعت ژوندي کول و.

کرزي غوښتل چې په افغانستان کې د سمنټو لومړۍ تولیدي فابریکه ورغوي، ځکه چې د هیواد زیربنا لپاره د داسې فابریکې جوړول له ارزښته ډک وه. هغه د ACCI له لارې د افغانستان سوداګرو ټولنه ټوله کړه او غوري سمنټو فابریکې لپاره یې 45 میلیونه امریکايي ډالر راټول کړل. هغه د نوې جوړې شوې فابریکې، د افغانستان پانګه اچونې شرکت (AIC) اجرایوي رئیس په توګه دنده پیل کړه. د هغه په کوښښ سره د داخلي سمنټو صنعت وده وکړه او بیا یې په کار پیل و کړ.

په پای کې د خپل زیږدیول ځای، کندهار کې د عینو مینې عصري ښار جوړول به د هغه له غوره لاسته راوړنو څخه وګڼو. دا ښارګوټي د هیواد له غوره زیربنايي پروژو څخه هم شمیرل کیږي. کرزي په امریکا کې د څو لسیزو په تیرولو دې فکر کې وه چې دامریکا ښارونو او د ژوند کولو مشابه ستندردونو مشابه ښارونه په افغانستان کې وګوري. هغه غوښتل داسې ښارونه جوړ کړي چې ورته خدمتونه او امکانات په افغانستان کې ولري. عینو مینه د کرزي فکري پایله ده چې بریالی شو داسې ښارګوټی د هیواد څخه بهر د شخصي پانګونې (OPIC) په قرضه جوړ کړي.

د عینو مینې نوی ښار نه یوازې په افغانستان بلکه په سیمه کې د کور جوړونې عصري او ارزانه پروژه ګڼل کیږی. د عینو مینې اوسیدونکي د ښاري معیارونو، عصري امکاناتو او ټولنیزو عامه خدمتونو ته لاسرسی لري. د دې پروژې کامیابي په افغانستان کې د ساختماني او هستوګنې نوښتونو لویه بریا ګڼل کیږي. دا ښار د دقیق پلان، مدیریت او رهبرۍ یوه ژوندۍ پایله ده چې د لویې لاسته راوړنې لامل ګرزیدلې ده.