اوبو او برېښنا سکټور

sakina_admin
Energy and Water

Due

-

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له تطبیق کوونکو ادارو سره په همغږۍ، د اوبو او برښنا په سکټور کې د ۲۴ لویو ملي پروژو تطبیق ته زمینه برابره کړې ده. دا وزارت د یوې همکارې ادارې په توګه د ځمکې د تصفیې، د مالکیت حق تثبیت، د ارزښت ټاکلو، د ملکیتونو او ځمکو د بيې اېښودو او د پروژې په مسیر کې د جایدادونو استملاک په برخه کې رغنده رول لري.

په دې پروژو کې د پکتيا د مچلغو بند جوړول، په هلمند کې د کجکي بند پراختیا، د هرات سربند او د سلما بند پراختیا، په بلخ کې د شادیان بند تصفیه، په سرپل کې د شورابه بند، په فاریاب کې د چهارتوت او په کندهار کې د دهله بند تصفيه شامل دي.

همدانګه په غور کې د پوزه لیچ د برښنا دستګاه، د کاسا زر د بريښنا لین انتقال، د شبرغان – دشت خواجه الوان د ۵۰۰ کیلو ولټ پروژې د لین انتقال، د دشت خواجه الوان – کابل د برښنا لین، د ارغندې – غزني د ۲۲۰ کیلو ولټ د برښنا لین، په بلخ کې د ګازي برښنا تولید، د اقینه – شبرغان د ۵۰۰ کیلو ولټ د برښنا لین انتقال، د کابل – جلال اباد د ۲۲۰ کیلو ولټ د برښنا لین انتقال، د جلال اباد د ۲۲۰ کیلو ولټ سب سټیشن، د نغلو د ۱۰ کیلو ولټ سولري پروژه، د نغلو د ۲۰ میګا ولټ سولري پروژه، په کنړ کې د ۲۲۰ کیلو ولټ سب سټیشن، د بامیان د توزیعي بريښنا سب سټیشن، د غزني – کندهار د ۲۲۰ کیلو ولټ د بريښنا انتقالي لین او د ارغندې – غزني د ۲۲۰ کیلو ولټ د برښنا لین انتقال هغه پروژې دي چې د اوبو او برښنا په سکټور کې تر کار لاندې دي.

د دې ترڅنګ ۱۷۷۶ جریبه دولتي ځمکه د برښنا سب سټېشن د جوړولو په موخه متقاضي ادارې ته لیږدول شوې ده. د ښار جوړولو او ځمکو وزارت همداراز د تصفیې، د مالکیت حق تثبیت، ارزښت ټاکل، نرخ ټاکل، د پروژې زيانمنو بيا مېشتېدنه او د ټاپي پروژې په مسیر کې د ۸۱۴ کیلومترو په اوږدو کې د ځمکوالۍ چارو د تنظیم ځینو نورو برخو مسولیت هم لري.