فرهنګي، تاریخي او ټولنیز سکټور

sakina_admin
فرهنگی

Due

-

خپل اصليت او د پخوانيو نسلونو هنري او فرهنګي اړيکو ته په پام سره د تاريخي ابداتو ترميم او بيارغونه، له نورو ساختماني چارو له رغونې سره توپير لري. د تاريخي ابداتو د اسنادو جوړول او څېړل، تاریخي ارزښت دی او نني نسل ته د پخوانیو نسلونو اصلي هویت لېږد یو اړین امر ګڼل کېږي.

د ښارجوړلو او ځمکو وزارت، اوس مهال د ۴۷ تاریخي ابداتو، جوماتونو، ټولنيزو او فرهنګي مرکزونو د جوړولو، ترمیم او بیارغولو کارونه پیل کړې دي. همداراز د ۷ تاریخي ابدو بیارغولو او ترمیم کار چې په کابل کې د پل خشتي جومات او باغ بالا قصر، د کندهار حرمسرای، د هرات جامع جومات او د وزیر محمد اکبر خان په غونډۍ د ملي بیرغ رغول، په کابل کې د پارلمان د شهیدانو هديره او د بدخشان په فیض اباد ښار کې د خرقې مبارکې له جومات څخه عبارت دي، د رغولو کار جریان لري او ډېر ژر به بشپړ شي. همداراز په بېلابېلو ولایتونو کې د تاریخي ابداتو د ترمیم ۹ پروژې په تدارکاتي پروسه کې او ۸ نورې پروژې د مطالعاتو، طرح او ډیزاین په مرحله کې قرار لري.