د کونړ ولایت د نورګل، نرنګ او سرکاڼو ولسواليو سټراټيژیک پلانونه منظور شول

Nasiri_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۰ - ۸:۱۸
کونړ

د ښار جوړولو او ځمکو وزير محترم محمود کرزي له کونړ والي ښاغلي محمد اقبال سعيد، د ښاري پلانونو د جوړولو پروژې امرې اغلې الهه غفوري، د کونړ ولایت د ښار جوړولو او ځمکو رئیس او د دې وزارت یو شمېر نورو چارواکیو په حضور کې د کونړ ولایت د نورګل، نرنګ او سرکاڼو ولسوالیو سټراټیژيک پلانونه منظور کړل.

په دې پلانونو کې استوګنیزې، زرغونې، ورزشي، فرهنګي، اداراي، سوداګریزې، صنعتي او تعلیمي سیمې او همداراز د موټرونو تم‌ځای، د پولیسو، دیني او مذهبي فعالیتونو او روغتيايي خدماتو لپاره ځانګړې سیمې په پام کې نيول شوې دي.

په دې سټراټيژيک ښاري پراختيا پلان کې اقتصادي ودې، چاپېريال ساتنې ستونزو، ابو رسولو او فاضلاب تر څنګ د یادو ولسواليو ښاري اسانتياو ته پام شوی دی.

ښاري (SDP) پلانونه د راتلونکو پنځلسو کلنو پراختيا ته په کتو جوړ شوي او له جوړولو څخه یې موخه اقتصادي ځان بسیاینه، تلپاتې ودې او زرغون ښاري چاپېريال رامنځ‌ته کول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۳ - ۸:۴۳
Background image

د بدخشان په ارګو کې یو کتاب‌تون جوړېږي

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د یوه سیمه‌ییز کتاب‌تون ودانۍ جوړوي.

یاد یو پوړیز کتاب‌تون پر ۴۴۲ متر مربع ځمکې د ۱۲ مېلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۳ - ۸:۳۶
Background image

د بدخشان یفتل ولسوالۍ په باغ‌بالین کې یو ښوونځي جوړېږي

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بدخشان ولایت یفتل ولسوالۍ په باغ بالین کلي کې یو شپږ ټولګي ښوونځی جوړوي.

یاد دوه پوړیز ښوونځی پر ۵۳۶ متر مربع ځمکې د ۲۴ مېلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۸:۵۵
Background image

په ننګرهار کې یو جامع جومات ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ننګرهار ولایت په مرکز اړوند پنځمه ناحیه کې د یوه جامع جومات د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاره.

دا دوه پوړیز جومات پر ۱۵۲۵ متر مربع ځمکې د ۶۷. . .

BACK TO NEWS